د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس د روسیې هېواد د ترانسپورت له معین سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د ا.ا.ا د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د ویډیو کنفرانس له لارې د روسیې هېواد د ترانسپورت له معین، ښاغلي دیمیتری زویریف سره د اوسپنیزې لارې د بندرونو د بنسټیزې پراختیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دغه کنفرانس کې، د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح وویل، چې دا مهال په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې د بهرنیو او داخلي پانګوالو د ګډون زمینه برابره ده او ډاډ یې ورکړ، چې د اوسپنېزې لارې په پروژو کې به د پانګوالو د ګډون په برخه کې له هغوی سره بشپړه همکاري وکړي.
دغه راز د یاد کنفرانس په لړ کې ښاغلي دیمیتری زویریف وویل: دوی په افغانستان کې د نویو کوریدورونو په لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانستان ته توکو د لېږد کچه لوړه کړي نوموړي زیاته یې کړه، موږ چمتو یو،چې د افغان ترانس، بلخ _ هرات، هرات _ کندهار او کندهار _ سپین بولدک پروژو کې هم همکاري وکړو.
د کنفرانس په دوام دواړو لورو د ترانزیټي عملیاتو لپاره د قانوني چوکاټ رامنځته کولو او د افغانستان او د «خپلواکو او مشترک المنافع هېوادونو» د ترانسپورټ د همغږۍ کنفرانس (CIS) ترمنځ د تعامل په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.
په پای کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، سوداګریزې راکړې ورکړې او د بنسټیزو پروژو په برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
