داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کابل ولایت ټولګټو ریاست ته څېرمه د تره‌ خېلو تنګي په سیمه کې د ټولګټو وزارت د ملکیت د ۵٬۸۶۵ متر مربع ځمکې د اجارې ورکړې خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی -اعلان پروژه اجاره دهی یک قطعه 5865 متر مربع زمین ملکیت وزارت فواید عامه نزدیک ریاست فواید عامه ولایت کابل واقع تنگی تره خیل

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د کابل ولایت  ټولګټو ریاست ته څېرمه، د تره‌ خېلو تنګي په سیمه کې د ټولګټو وزارت د ملکیت د ۵٬۸۶۵ متر مربع ځمکه  په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۸/۱۴) نېټه، ۵شنبه ورځ (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. که د طرحې وړاندې کوونکی شخص  نه وي استازی کولای شي ګډون وکړي؛خو باید له ځان سره رسمي لیک / مکتوب ولري .

یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

۱- د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

۲- د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحې نقشه او پلان

۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

۴- د پروژې د تطبیق مهالویش

۵- د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

۶- د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

۷- د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

 د اجرا تضمین: بریالی داوطلب مکلف دی چې د خپلې وړاندې شوې یوې کلنې کرایې معادل تضمین د بانکي تضمین  یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې کړي.

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: (۱۴۰۵/۸/۱۴) ، د سهار ۱۰ بجې

د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه: که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۸/۱۴) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۵۹
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 6 قلمه البسه بابو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۶ قلمه ټکنالوژيکي وسایلو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ د ۶ قلمه ټکنالوژيکي وسایلو دپېرلو پروژه د مؤجل مطلق بیعې پر اساس د پروژې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۵۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د 1405 مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژو جوړونې ریاست د اړتیا وړ دوو مکمل الاسباب کمپیوټري دستګاوو (DGPS) او اړوندو ملحقاتو د چمتو کولو او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405   مالي کال لپاره د مطالعاتو او پروژو جوړونې ریاست د اړتیا وړ دوو مکمل الاسباب کمپیوټري دستګاوو (DGPS) . . .

Back to tenders