داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر - میدان وردګ سړک د بیارغونې او ترمیم پروژه له پل علم څخه تر نه برجه پورې
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره : NPD/MOPW/1405/NCB/W-3178
د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ټولګټو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې برېښنايي (سافټ) کاپي له خپلو ضمیمو سره د ملي تدارکاتو ریاست له وېب پاڼې (https://tenders.ageops.af/prs/bid-opportunities-notices)څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان دې خپلې داوطلبۍ د شرطپاڼې له شرایطو سره سم په تړلي او مهر شوي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې د ۲۶مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستلو د اسانتیاوو د سکرتریت آمریت ته په لاندې پته وسپاري:
پته: د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
له ټاکلې شوې نېټې او وخت وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم میاشتې په ۲۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د ملي تدارکاتو ریاست په هندوکش تالار کې د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان کې ترسره شي.
د لا زیاتو معلوماتو او وضاحت لپاره د اړتیا په صورت کې له لاندې برېښنالیک پتې او شمارې سره اړیکه ونیسئ:
برېښنالیک: npd.bidding4@gmail.com
د اړیکې شمېره: 0202143274
