د جلال آباد ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۹ سلنه بشپړې شوي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۰:۷
د جلال آباد ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۹ سلنه بشپړې شوي

د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې دننه د سړکونو چارې په دريو برخو کې په ډيري چټکۍ سره رواني دي

دا پروژه چې دری برخې لري، لومړی برخه یې د فارم هډې پُل ـ کړییز سړک پورې، دویمه برخه یې په توحید مینه کې او دریمه برخه یې په لسمه ویاله کې موقعیت لري

دا سړکونه ټول ټال ۹ کیلومټره اوږدوالی لري، چې تر دې مهاله یې ۷۹ سلنه کاري چارې پرمخ تللي. او له بشپړیدا سره به یې د ټرافیکي پېښو په کمښت کې د پام وړ بدلون راشي او هم به د توکو په لېږد رالېږد کې ځانګړی اقتصادي ارزښت ولري

د ټولګټو وزارت ـ کابل

کب ۲۶مه ۱۳۹۹

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۳۰
Background image

صاحبزاده: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ سيمه ييز اتصال ته بشپړه زمينه برابره ده

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپينزې کرښې د مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په سرپرستۍ مل پلاوي د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه د عقرب په ۲۶مه دغه هيواد ته د دوه اړخيزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۷
Background image

په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د عقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۳۶۲۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۴۰۷۸۸). . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
Background image

د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له. . .

BACK TO NEWS