د لغمان ولایت د مهترلام ـ باد پښ سړک ۵۶ سلنه کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۳۸
د لغمان ولایت د مهترلام ـ باد پښ سړک ۵۶ سلنه کاري پرمختګ لري


دا سړک چې ۲۴ کیلومتره اوږدوالی او ۶ متره سور لري د څه باندې ۴۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د جوړیدو تړون د افغانستان د دولت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوی.
د یادې پروژې رغنیز کارونه تر دې مهاله له ۵۶ سلنه ډېر مخته تللي. 
یاده کاري پروژه د باد پښ ولسوالۍ د اوسیدوونکو لپاره ځانګړی اقتصادي او ټولنیز ارزښت لري، چې د کار په جریان کې یې د سیمې د ګڼو خلکو لپاره کاري بوختیاوې هم رامنځته کړي. 
د یاد سړک له بشپړیدو سره به بازارونو ته کرنیز توکې په خوندي او خپل وخت ولیږدول شي او همداراز به روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو لاس رسی اسانه شي.

ټولګټو وزارت — کابل


د کب ۲۶ مه ، ۱۳۹۹

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS