په فاریاب ولایت کې د یوه ۴۸ متره پُل رغنیز کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۱۲
په فاریاب ولایت کې د یوه ۴۸ متره پُل رغنیز کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی

 دا وسپنیز کانکریټي پُل چې ۴۸ متره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالی لري، د فاریاب ولایت په مرکز میمني ښار کې د موټرو د دوو لاینونو لپاره جوړیږې، چې تر دې مهاله یې د جوړلو کار له ۸۰ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لريد دې پُل رغنیز کار د ۲۴ میلیون افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوی، چې مالي لګښت یې د هېواد له ملي بودیجې څخه ورکول کېږي

د یاد پُل د رغنیز کار له بشپړیدو ورسته به ۳۵۰۰ تنه په مستقیم او ۲۱۰۰۰ تنه په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي او د سیمې اوسېدونکي به تر پخوا په اسانه ډول روغتیایي او ښوونیزو مرکزونو ته لاس رسی پیداکړي، همدارنګه به مارکیټونو ته د کرنیزو محصولاتو په لېږد کې هم ګڼې اسانتیاوي رامنځته کړي

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

3 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۳۲
Background image

په عقرب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې  ۴۲۶۴۵۱  ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۸۹۶۴ ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د تخار – بدخشان لویې لارې د سړک فرش د ترمیم چارې د څه باندې ۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بدخشان ولایت کې د تخار – بدخشان لویې لارې د سړک د فرش د ترمیم چارې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي محمد امین طیب، دیاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS