د کندهار-هرات د (۷۳۷.۵) کيلومتره اوسپنې پټلۍ د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې پيل شوې  

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۳:۳۵
د کندهار-هرات د (۷۳۷.۵) کيلومتره اوسپنې پټلۍ د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې پيل شوې   

په کندهار ولایت کې د يوې پراخې غونډې پرمهال د کندهار-هرات د (۷۳۷.۵) کيلومتره اوسپنې پټلۍ د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې پرانيستل شوې.

غونډه، چې يادو مراسمو ته ځانګړې شوې وه؛ د قرآن عظيم الشان په مبارکو ايتونو پيل شوه او پکې د ا.ا.ا د مرکزي وياند محترم الحاج مولوي ذبيح اللّٰه مجاهد او د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده ترڅنګ د اقتصادي معاونیت سلاکار، د ولايت مقام مرستيال، د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو، ولايتي رئيسانو، ملي پانګوالو، د ګڼ شمېر امارتي ادارو مسوولینو او د رسنيو استازو ګډون درلود.

په پيل کې د ا.ا.ا مرکزي وياند محترم الحاج مولوي ذبيح اللّٰه مجاهد د پروژې په تړاو هراړخيزه وینا وکړه او ياده پروژه يې د افغانستان د آبادۍ په برخه کې يو نوی پيل او زيری وباله.

نوموړي وويل: «د کندهار-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې به افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې شبکې سره وصل شي؛ د ا.ا.ا رهبري هڅه کوي، چې د اوسپنې پټلۍ د تقاطع نقطه بيرته وصل کړي، ترڅو افغانستان د ریل پټلۍ له لارې نړيوالو تجارتي او ټرانزیټي دهلیزونو ته لاره پيدا کړي.»

د ا.ا.ا مرکزي وياند زياته کړه، د ریل پټلۍ هغه پریکون، چې افغانستان د ايران، ازبيکستان، ترکمنستان، تاجکستان او پاکستان هيوادونو ترمنځ په وجود راوړی وو؛ ان شاء اللّٰه اوس به بيرته دا پريکون له منځه ځي او د جنوبي او مرکزي آسیا هیوادونه به د ریل پټلۍ له لارې يو بل سره وصل کیږي.

هغه دغه راز د کندهار-هرات اوسپنيزه کرښه د تجارت، ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې ډير مهم او اغېزمن مسير وباله او زیاته یې کړه: «د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې په پراختيا سره به د اموالو او انتقالاتو لګښتونه راکم شي، انتقالاتي ظرفيت به لوړ شي، ملي پانګوالو ته به لازمې اسانتیاوې برابري شي او په ټوله کې به د سيمې او نړۍ سره زموږ د سالم رقابت فرصتونه هم زيات شي.»

کندهار اوسپنې پټلۍ

ورپسې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د پروژې په تړاو مفصله او هراړخیزه وينا وکړه او ويې ويل: «الحمدلله! نن ورځ موږ د افغانستان د زيربنایي پرمختګ، اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختيا او سیمه‌ ییز اتصال په برخه کې یو مهم او تاریخي ګام اخلو، چې د کندهار-هرات د اوسپنې پټلۍ د تفصيلي سروې او ډیزاین پروژې پرانيستنه ده.»

ښاغلي صاحبزاده وويل: «ياده پروژه ټولټال ۷۳۷.۵ کیلومتره اوږدوالی لري؛ ۵ برخې لري او د شاوخوا ۲۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت يې د ۸ مياشتو په موده کې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې تطبيق کيږي.»

نوموړي زياته کړه، چې د کندهار-هرات مسير په واسطه به د هيواد پنځه ولايتونه هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار او افغانستان به د درې هيوادونو ايران، ترکمنستان او پاکستان سره د ریل پټلۍ له لارې ونښلول شي.

هغه دا هم وويل، ددې مسير په بشپړيدو او ګټې اخيستنې سره به وتوانيږو، چې د مرکزي او جنوبي اسیا له هیوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې وصل شو او دغه راز د خواف-هرات له لارې د ايران، د ايران له لارې د ترکيې او د ترکيې له لارې د اروپا له سوداګريز دهليز سره وصل کیږو.

د غونډې په پای کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئيس محترم حاجي صديق مهمند د وينا پرمهال د ملي پانګوالو په استازيتوب ټولو درنو هيوادوالو ته ددې سترې اقتصادي پروژې د پرانيستلو مبارکي وويله او د ا.ا.ا رهبرۍ ته يې ددا ډول بنسټيزو اقتصادي او تجارتي پروژو په پلي کولو کې د هرډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

غونډه د خير په دعا لوستلو پای ته ورسېده.

د يادونې وړ ده، چې د کندهار-هرات د اوسپنې پټلۍ د تفصيلي سروې او ډيزاين پروژه ۵ برخې لري، چې دوې برخې يې د آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژیستیکي شرکت سره، دوې برخې يې د هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره او پاتې يوه برخه يې د افغان جرمن باختر ساختماني، سړکسازي او اوسپنې پټلۍ شرکت سره قرارداد شوي دي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS