په هلمند ولایت کې د سړک د دوو ترمیماتي پروژو کار جریان لري
د ټولګټو وزارت لخوا په هلمند ولایت کې د ګرشک ولسوالۍ – سنګیلان سیمې پوري د ۹۶ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار چې د ۳۹ پایو پُلګوټو د ترمیم کار هم پکې شامل دی، چې رغنیزېې چارې یې د یاد ولایت د ټولګتو ریاست لخوا د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پرمخ وړل کیږي.
دغه راز د یاد ولایت اړوند د نهرسراج ولسوالۍ – هلمند کندهار دوه لارې د ۲۳ کلیومتره سړک او ۲۴ پایو پُلګوټو د ترمیم او بیا رغونې کار د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۸۰۲۵۸۵۰ افغانیو په ارزښت د یو سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره قرار داد شوی چې دا مهال یې چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړده چې د کندهار هلمند دوه لارې – ګرشک ولسوالۍ اول سکشن ۲۴ کیلومتره سړک او ۶ پایو پُلګوټو د ترمیم او بیا رغونې کار د ۲۲۷۰۴۴۲۲ افغانیو په ارزښت بشپړ شوی دی.
دیادو پروژو د کار په جریان کې د سیمو یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي