د کابل - کندهار لويې لارې د پاتې برخو د ترمیم او بیا رغونې کار په بېلا بېلو نورو برخو وېشل کیږي

media_admin
Thu, Feb 01 2024 10:24 AM
د کابل - کندهار لويې لارې د پاتې برخو د ترمیم او بیا رغونې کار په بېلا بېلو نورو برخو وېشل کیږي

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یوشمېر رئیسانو او انجینیرانو یې ملتيا کوله؛ د راتلونکي کال په کاري پلان کې د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د کار شمالیدو په موخه له یادې لویې لارې څخه لیدنه وکړه.
ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې د ترمیم او بیا رغونې کار تیر کال په ۷ لاټونو کې پیل کړی و، چې دا مهال یې د یادو ۷ لاټونو څخه د ځینو برخو کار بشپړ شوی دی او د یاد وزارت سرپرست وزیر تخنیکي ټیمونو او انجینیرانو ته لارښونه وکړه چې د پاتې برخو کار دې په نورو بېلابېلو کوچنیو لاټونو و وېشي، ترڅو د نورو شرکتونو سره د داوطلبۍ له لارې قرارداد شي او په راتلونکي کال کې یې کار بیا پیل شي.

همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند په دامان ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسئولینو ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په اړه لازمې لارښونې وکړې.

د یادونې وړده چې د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر په لارښوونه د یاد وزارت تخنیکي ټیمونو د کندهار – ارزګان لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګه د کندهار ولایت د حلقوي سړک له ټاکل کیدو څخه هم لیدنه وکړه.
 

.

11 months 4 weeks ago

.

Latest news

Tue, Jul 27 2021 1:35 PM
Background image

Maintenance of 6.98 km part of Kabul-Kandahar highway completed

Zabul: Ministry of Public Works announced the periodic maintenance and rebuilding of a 6.98-kilometer long road in the Shajoi district of Zabul province, which is a part of the Kabul. . .

Tue, Jul 27 2021 1:09 PM
Background image

Daikundi: The urban roads of Nili City reach 73% progress

The 8.8 km long and 14 meters wide urban roads project in Nili city, the capital of Daikundi province, is underway and has reached 73% of physical progress, so far.

According to the. . .

BACK TO NEWS