د افغانستان کړییز سړک: د قیصار – لامان سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۷۲ سلنه پر مخ تللي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۱:۳۲
د افغانستان کړییز سړک: د قیصار – لامان سړک د لومړۍ برخې رغنیزې چارې ۷۲ سلنه پر مخ تللي

د قیصار – لامان سړک، چې ټولټال ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري، له بادغیس ولایت څخه پیل او تر فاریاب ولایت پورې غځیږي چې اوس مهال یې په دوو برخو کار روان دی.

د قیصار – لامان سړک، لومړۍ برخه چې ۳۴ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د بادغیس ولایت اړوند له لامان درې څخه پیل او د دې ولایت تر مرکز قلعه نو ښار پورې غځیږي، همدارنګه د دې سړک دویمه برخه، چې ۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د بادغیس ولایت له مرکز قلعه نو ښار څخه تیریږي او د دې ولایت د مقر ولسوالۍ تر دره بوم سیمې پورې رسیږي.

د قیصار – لامان سړک لومړۍ برخه چې ۳۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري، د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ، د څخه باندې ۳۶ میلونه ډوالرو په لګښت تړون شوې چې اوس مهال یې رغنیزې چارې ۷۲.۶ سلنه پرمختګ لري او د آسيا پراختیایي بانک له لوري یې مالي لګښت ورکول کیږي.

د سړک د دې برخې په اوږدو کې ۸ پايې پُلونه، ۱۰۵ پایې پُلګوټي او ۱۱۹۶۳ متره مکعب استنادي او محافظوي دیوالونه شامل دي.

د قیصار – لامان سړک پروژه، چې د افغانستان د کړییز سړک یوه برخه ده، د هیواد شمالي ولایتونه له لویدیځو او سویلي ولایتونو سره نښلوي او د دې سړک پاته ۱۵۱ کیلومتره برخه په تخنیکي او تدارکاتي پړاونو کې قرار لري.

د دې پروژې بشپړېدل د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه وده کې بیساری رول لوبدولی شي، چې پرمټ به یې نه یواځې د ټرانسپورټي ستونزو د هوارولو تر څنګ د افغانستان ولایتونه سره ونښلوي ؛ بلکې د سیمه ییز نښلون لپاره به هم غوره مسیر شي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS