د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ
د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د پوهنتون سړک او د بابوس سړک له رغنیزو چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.
د ا.ا.ا د ټولګتو وزارت محترم وزیر د یاد ولایت ټولګټو رئیس ته هدایت ورکړ تر څو په یاد ولایت کې د پلې کېدونکو پروژو څخه دوامداره نظارت ترسره کړي، تر څو په ټاکلې وخت او ښه کیفیت سره بشپړې شي.
دیادو سړکونو په رغونې سره به د ځایي خلکو ستونزې تر ډېره بریده کمې شي او د تګ راتګ په برخه کې به پراخې آسانتیاوې رامنځته شي.
