د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي چې دامهال د بلخ ولایت د مرستیال والي محترم مولوي نورالهادي ابو ادریس، د ټولګټو رئیس محترم مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر سیمهییزو مسؤولینو په شتون کې رسماً پیل شوې.
دغه سړک د مزارشریف – شبرغان مسیر څخه پيل د یاد ولایت د چهار بولک ولسوالۍ تر مرکز پورې رسېږي. په یاده پروژه کې د سړک د تخریب شویو برخو داغګیري، د شولډرونو او پلګوټو د ترمیم چارې شاملې دي چې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د یاد سړک په ترمیم او داغګیرۍ سره به د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې تر ډېره هوارې شي او د سړک د لا ډېر تخریب مخنیوی به وشي.
