د جلال آباد - کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو دا مهال بیرته پرانیستل شو

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۱۷
د جلال آباد - کونړ عمومي سړک چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی وو دا مهال بیرته پرانیستل شو

 د وروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله د جلال آباد – کونړ عمومي سړک د کوز کونړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې او د دره نور ولسوالۍ سړک د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوي وو، چې دا مهال دیاد ولایت د ټولګټو ریاست ماشینرۍ او پرسونل په هڅو بیرته پرانیستل شول.

دغه راز دیاد ولایت د ګوشتې، لعل پورې، مومند درې، کوز کونړ، شینوارو او دور بابا ولسوالیو سړکونه د ورستیو اورښتونو او سیلابونو را وتلو له امله زیان من شوي وو، چې دا مهال یې د ترمیم او رسوبي موادو د پاک کارۍ چارۍ د ننګر هار ولایت د تولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ پر مټ په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې هېوادوالو ته بشپړې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي او د اورښتونو او سېلابونو پرمهال د هېواد لویې لارې او سړکونه د درنو هېواد والو پرمخ پرانیستي وساتي.
 

...

8 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په بلخ ولایت کې د بلخ – شبرغان لارې د لومړي لاټ (د کلفت بندر سړک) رغنیزې چارې روانې دي

د بلخ شبرغان لارې لومړی لاټ (د کلفت بندر سړک)، ۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د څه باندې ۷۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ټولګټو وزارت او د سړک جوړونې له یو خصوصي شرکت سره د ډیزاین بیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه  تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د. . .

BACK TO NEWS