د داوطلبی بلنې خبر تیا (د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو پروسه)

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اوومې ناحیې اړوند په دارالامان سیمه کې د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د 0.95 جریبه ځمکې په کرایه ورکولو په پروسه کې، چې د MOPW/1404/NC-66/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 1404/08/06 ( 10:00 ) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: هغه کسان چې د داوطلبۍ او مزایده په پروسه کې ګډون کوي، مکلف دي چې درې میاشتې کرایه چې د داوطلب له لوري په آفر کې درج او وړاندې کېږي، تضمین کړي.
د آفر پرانيستلو نېټه : 1404/08/06 - ( 10:00 ) بجې له غرمې مخکې.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت.
يادونه: که چيرې د روان کال 1404/08/06نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.