د دایکندي ولایت له رباط تر میرامور پورې د سړک رغنیزې چارې څه باندې ۴۵ سلنه بشپړې شوي
دا سړک له رباط کلي څخه پیل او د دایکندي ولایت تر میرامور ولسوالۍ پورې غځیدلی، چې د ۱۲.۱۲ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره پلنوالي په درلودو یو شمیر پلچکونه او استنادي دیوالونه هم لري.
د یادې پروژې د جوړیدو تړون د څه باندي ۴۰۸ میلیونه افغانیو په لګښت له دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو سره په جې وي ډول تړل شوی، چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې ۴۵.۱ سلنه بشپړې شوي او مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکول کيږي.
د یاد سړک له رغولو سره به شاوخوا کلي د ولسوالۍ له مرکز سره ونښلي، روغتیايي، ښوونيز او ښاري خدمتونو ته به د خلکو لاس رسی اسانه شي او همدارنګه به د کرنې او سوداګرۍ د ودې او پراختیا سبب شي.
د وري ۱۵مه، ۱۴۰۰
ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه