د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۲۲
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني سالنګونو لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د یادې لویې لارې د مسؤلانو او فني او تخنیکي کارکونکو سره هم لیدنه وکړه.
 
په دغه لیدنه کې د قراردادي شرکتونو مسئولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو د کار د پرمختګ او د کانکریټي طبقاتو د کار د جریان په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، محترم الحاج ملا عبد الغني برادر له ترسره شویو چارو خوښي څرګنده کړه او د یادې پروژې مسؤلانو ته یې د دغې ملي پروژې د کار دغوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړیدو په هکله لازمې لارښونې وکړي.

دغه راز محترم ملا عبدالغني برادر آخوند د قراردادي شرکتونو مسئولینو، تطبیق کوونکو ټیمونو او فنی کارکوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې و ویل؛ دغه هېواد زموږ ګډ کور دی، د آبادۍ لپاره یې باید په کډه کار وکړو او د دغه هېواد رغول زموږ ګډ مسؤلیت دی او زیاته یې کړه « دا د ویاړ ځای دی چې تاسو په دغه شرایطو کې د وطن په آبادۍ کې برخه اخلئ» او د هغوی هڅې یې په مادي او معنوي ډول وستایلې.

ټولکټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې کار په دریو بیلابیلو برخو کې د خصوصي سکتور سره قرارداد کړی وو چې دا مهال د یادې لویې لارې اړوند له تونل څخه تر ۱۶مې ګالرۍ پورې د CTB او کانکریټ اچونې کار بشپړ شوی او د ۱۰ ګالریو ( پنځه په شمالي سالنګ او پنځه په جنوبي سالنګ) کې تر کار لاندې دي، چې په یادو ګالریو کې د بېلابېلو طبقاتو کار جریان لري، په ځینو ګالریو کې د CTB طبقو کار بشپړ شوی دی، چې کانکریټ اچونې ته چمتو دي او په ځینو نورو ګالریانو کې د سبیس او فلتري طبقو کار بشپړ شوی دی، چې د CTB  طبقو لپاره چمتو شوي دي.

همدارنګه، په شمالي سالنګ کې د خنجان – دوشي سړک د اسفالټ اچونې کار له خنجان څخه دوشي لوري ته مخ په وړاندې جریان لري.
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي چې دلویو لارو، سړکونو او ریل پټلۍ په رغولو سره درنو هېواد والو او ملي سوداګرو ته بشپړې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS