د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر د یادې لیدنې پر مهال انجینرانو، تخنیکي ټیمونو، د پروژو مسؤلینو او د څارنې ټيمونو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو پروژو چارې د ټولګټو وزارت تخنیکي معیارونو او مهالویش سره سمې پر مخ یوسي او د پروژو د چارو پر وخت او معیاري بشپړېدو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزیر د پروژو د کیفیت د ښه څارنې، د پروژو پرمختګ د ارزونې او د بنسټیزو پروژو د تطبیق د څرنګوالي د څېړنې په موخه تل د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي او د پروژو د پلي کيدو بهیر له نږدې ارزوي.

د يادونې وړ ده چې ټولګټو وزارت د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات لویو لارو پر مسیر د یو شمېر جوماتونو د جوړولو چارې پیل کړې دي، چې د ټولګټو محترم وزیر د کابل - کندهار لويې لارې په اوږدو کې د پنځو جوماتونو د رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS