د سالنګونو لويې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتيا!

kalim_admin
د سالنګونو لويې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتيا!

لکه څنګه چې ټول درانه هيوادوال خبر دي، چې لاهم په سالنګونو کې د واورې اورښت جريان لري، د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظف ټيمونه هڅه کوي، چې واوره پاکه او ياد مسير په بشپړ ډول د ټرافيکو پرمخ پرانيزي.

ټولګټو وزارت له ټولو درنو هيوادوالو او موټر چلوونکو څخه په ډير درنښت هيله کوي، چې د شپې لخوا له اشد ضرورت پرته پر ياد مسير له تګ-راتګ څخه ډډه وکړي او د اړتیا په صورت کې له ياد مسير څخه د تګ-راتګ پرمهال باید لاندې قوانين مراعت کړي.

۱. وسايط بايد په ځنځيري چينونو او روغنياتو سمبال وي.

۲. افراد بايد ژمني ګرم لباسونه په تن ولري.

۳. موټر چلوونکي بايد ټرافيکي قوانينو او د موظفو ټيمونو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست ساحوي ټيمونه له واورې څخه ددغه مسير د بشپړې پاک کارۍ او موټر چلوونکو ته د لازمو لارښوونو ورکولو په موخه په ۲۴ ساعته ډول کار کوي، ترڅو هيوادوال له دغه مسير څخه د عبور پرمهال د ستونزو سره مخ نه شي.

۱۲ قوس د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د سالنګونو لويې لارې په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتيا!

لکه څنګه چې ټول درانه هيوادوال خبر دي، چې لاهم په سالنګونو کې د واورې اورښت جريان لري، د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظف ټيمونه هڅه کوي، چې واوره پاکه او ياد مسير په بشپړ ډول د ټرافيکو . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۳۳
Background image

د قرار داد د وړکرې د تصمیم خبرتیا-د میدان وردګو ولایت د ۲۹۵ کيلومتره اتو مسیرونو سړکونو د ژمي د واورې پاکولو د پروژې د قرارداد د ورکړي خبرتیا!

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ ه.ش کال لپاره د میدان وردګو ولایت د ۲۹۵ کيلومتره اتو مسیرونو سړکونو د ژمي د واورې پاکولو پروژې په قرارداد ورکړي، چې . . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

د قرار داد د وړکرې د تصمیم خبرتیا-د پنجشیر ولایت د واورې پاکونې پروژه!

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د پنجشیر ولایت د دری مسیره سړک د ژمي د واورې د پاکولو د پروژې  قرارداد ، چې76,6 کیلومترو اوږدوالي لري د ۱۴۰۳ لمریز کال . . .

Back to announcements