د سالنګونو لویې لارې اړوند د جنوبي سالنګ د یوې بلې برخې چارې پیل او د ټولګټو وزارت محترم وزیر د یادې لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه د چارو د کیفیت، پرمختګ، چټکتیا او تخنیکي معیارونو د ارزونې په موخه لیدنه وکړه
محترم وزیر صاحب د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته هدایت وکړ، چې د سالنګونو لویې لارې د روان کال ټولې پلان شوې چارې باید د ژمي له رارسېدو وړاندې او په غوره کیفیت بشپړې شي، ترڅو د هېوادوالو لپاره د خوندي او معیاري تګ راتګ په برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د اساسي بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې پیل کړې دي، چې د سالنګونو لویې لارې جنوبی برخه ټول ټال ۴۳ کیلومتره اوږد والی لري او دا مهال یې د بیارغونې چارې په دریو برخو کې جریان لري.
د یادې برخې لومړی لاټ له تونل څخه تر اولنګ پل ( پهلوان پل) پورې ۱۳ کیلومتره اوږد والی لري، چې د وروستۍ برخې د کانکریټ اچونې چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې چارې یې په چټکۍ سره جریان لري.
همدارنګه دویم لاټ له اولنګ څخه د جبل السراج پر لور تر قلاتک پُل پورې د ۱۵ کیلومتره سړک د بېلا بېلو طبقو او د اسفالټ چارې په چټکۍ سره جریان لري.
دغه راز درېیم لاټ چې چارې یې نوې پيل شوې دي د قلاتک پُل څخه تر جبل سراج بازار پورې ۱۵ کیلومتره اوږد والی لري، چې دا مهال یې د جبل سراج له لوري د کټنګ چارې په چټکۍ سره جریان لري.
د یادونې وړ ده چې، د یادې لویې لارې د شمالی سالنګ اړوند د ۲۱ مې ګالرۍ څخه تر دوشاخ سمیې پورې د ګولایانو د کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې دي او د سړک د بېلا بېلو طبقاتو او د اسفالټ چارې په چټکۍ سره جریان لري او د روان کال پلان شوې چارې به یې ډیر ژر بشپړې شي.
د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو د کاري بهیر له یادې ارزونې او لیدنې څخه څرګندېږي، چې د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد د مهمو ترانزیټي او مواصلاتي لارو بیارغونې او معیاري کولو ته ځانګړې پاملرنه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې محترم وزیر صاحب شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته د سفر په لړ کې په سمنګان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ټولګتو وزارت له پروژو څخه هم له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه او د یادو پروژو د چټکتیا او پر وخت بشپړېدو په اړه یې اړوندو مسئولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
