د سالنګ د نوي تونل ډیزاین او تخنیکي مطالعه به ډیر ژر بشپړه شي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۵:۱۹
د سالنګ د نوي تونل ډیزاین او تخنیکي مطالعه به ډیر ژر بشپړه شي

 

سالنګ چې مهمه ملي لویه لار دی، د هیواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي د ټولګټو وزارت پر یاده لویه لار د نوي تونل د جوړولو لپاره تخنیکي مطالعه او ډیزان چارې له یوې استرالیایي کمپنۍ سره ( SMEC ‎) تړون کړي.

یاد تونل چې ۶.۹ کیلومتره اوږدوالی لري او دغه راز تر موجود تونل څخه ۳۰۰ متره په ټیټ موقعیت کې ډيزاین شوی.

د یادې پروژې مالي لګښت د اسيا پراختیایي بانک لخوا ورکول کیږي او دوه برخې لري: لومړی فاز یې د ۴ برخو مطالعه او امکان سنجي ده، چې اوس مهال یې چارې بشپړې شوي. او دویم فاز د پروژې تفصیلي ډیزاین دی او د اړوند کمپنۍ لخوا یې چارې دوام لري چې په نږدې راتلونکې کې به یې ډیزاین بشپړ شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

د وري ۴مه ۱۴۰۰

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS