د شبرغان ښار کړییز سړک
د جوزجان حلقوي سړک ۱۵ کیلو متره اوږدوالی لري چې تړون یې په ۱۳۹۵ کال کې له شیکاګو رغنیز شرکت سره شوی. دا سړک باید د دوو کلونو په اوږدو کې بشپړ او ګټې اخستنې سپارل شوی وی چې د شرکت د ناغېړۍ له کبله یې تر اوسه ایله ۴۸ سلنه پرمختګ کړی دی.
د یادې پروژې وخت که څه هم دوځله تمدید شوی خو بیا هم شرکت نه دی توانېدلی چې پروژه بشپړه کړي.
ټولګټو وزارت ځکه اوس مهال د یادې پروژې د لغوه کېدو پر پروسه کار پیل کړی چې له یوې خوا وکیلانو او خلکو په وار وار د شرکت له ناتوانۍ او ناغېړی شکایت کړی او له بلې خوا شرکت هم تر څو ځله تمدید وروسته چارې بشپړې نشوې کړی.
د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه