د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د مشهد له والي او یو شمېر سوداګرو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۵۷
معین خط آهن وزارت فواید عامه با والی مشهد و شماری از تاجران دیدار کرد


د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنایعو، کانونو او کرنې خونې له مسوولينو سره په جلا جلا غونډو کې د مشهد له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره هم ليدنې ترسره کړې.

په لومړۍ غونډه کې، چې له مشهد والي سره ترسره شوه، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو، سوداګریزو انتقالاتو د زیاتوالي، اسانتياوو رامنځته کولو او يوشمير نورو اړونده موضوعاتو بحث وشو. 

د مشهد والي د ريلي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په بېلابېلو برخو، لکه د کمېسارۍ او ګمرک چارو کې به اړینې همکارۍ وکړي.

په دویمه غونډه کې، چې د خراسان رضوي د سوداګرۍ خونې په کوربه‌توب او د افغان او ایراني سوداګرو په ګډون ترسره شوه، په سوداګرۍ او ترانسپورت کې د شته فرصتونو او ستونزو ارزونه وشوه. 

په دې غونډه کې د پانګونې جذب او د انتقالاتو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت بحث وشو. 

د تولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د دواړو هېوادونو د سوداګرو ملاتړ او د سوداګریزو فعالیتونو د اسانولو لپاره د خپلې ژمنتیا څرګندونه وکړه.

دا سفر د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ او سوداګرۍ په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوی. د دې خبرو اترو هدف د انتقالاتو زیاتوالی، د اقتصادي چارو اسانتیا او د بنسټونو پراختیا وه. 

د دواړو هېوادونو چارواکو د رېل پټلۍ د شبکو د پراختیا او د ګډو دهلېزونو پر جوړولو ټینګار وکړ

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS