د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت خُلم ولسوالۍ د ټولپلازا اداري ودانۍ جوړولو پروژه اول لاټ د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-075/NCB ) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د سبحان نوري ساختماني شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ( 75626) ده او کندز ښار کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې (7,884,181) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
