د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ پر مسیر د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد -  پروژه ساختمان پل جدید در ساحه دو آب واقع در مسیر ولسوالی اشترلی ولایت دایکندی بالای دریای اهنگر

Publish Date

Closing Date

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅود دایکندي ولایت د اشترلي ولسوالۍ پر مسیر د دوآب په سیمه کې د آهنګر سیند پر سر د نوي پل د جوړولو پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-015/NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د نوین ګستر ساختماني او سړک جوړونې شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-61108)  ده او دفتر یې د بامیان ولایت لومړۍ ناحیې اړوند د زرګرانو سیمه کې موقعیت لري په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، د۵۴۰ +۶۷  کیلومتره په اوږدوالي سره د پلچرخي له دروازې څخه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه . . .

Back to tenders