د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – کابل له 0+000 کیلومتر څخه تر 601+13 کیلومتره پورې
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت ګردېز – کابل پر مسیر د ګارډرېلونو د نصب پروژې چارې د ګردېز – کابل له 0+000 کیلومتر څخه تر 601+13 کیلومتره پورې د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-038/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د اسماعیل دقیق ساختماني شرکت او د سرحد افغان ساختماني خدماتومشترک شرکت ته، چې د جواز شمېرې یې ( D-02-2296 ) او( D02-0657 ) دي او جلال آباد موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې 14,589,400 افغاني دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
