د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت پیل شوې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱۱
کار اعمار و ساختمان سرک قوشتيپه - درزآب به ارزش ۱.۴ مليارد افغانی آغاز گرديد

د جوزجان ولایت اړوند د قوشتیپې – درزآب سرک د اساسي رغونې چارې، په دریوو لاټونو کې د تولګټو وزارت لخوا د دریو بیلابیلو سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو سره په تخمیني ډول د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوي، چې رغنیزې چارې یې د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوی اسد الله مسرور او یو شمیر سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې پیل شوې.
دغه سرک د ۵۱ کيلومتره په اوږدوالي سره د جوزجان ولایت له قوشتیپې ولسوالۍ څخه پیل او ددغه ولايت تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي، چې د دوه پایو پلونو، د ۱۳۷ پایو پُلګوټو، استنادي دیوالونو او د سړک د څنډو د لښتیو (ویالو) د رغونې کار هم پکې شامل دی.
لومړی لاټ یې د ۱۹.۸ کیلومتره په اوږدوالي سره د قوشتیپې ولسوالۍ له نوآباد سيمې څخه پيل بيا تر تراغلي سیمې پورې، دویم لاټ د ۱۷.۴۶ کیلومتره په اوږدوالي سره له تراغلي څخه بيا تر شیربیک سيمې پورې او دریم لاټ یې د ۱۳.۵ کیلومتره په اوږدوالي سره تر درزآب ولسوالۍ پورې رسیږي.
د یاد سړک په رغونې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د سوداګریزو او کرنیزو توکو په چټک او خوندي لیږد-رالیږد کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.
ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د هېواد د لويو لارو او سړکونو په رغونې، ترميم او بیارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورتي اسانتياوې رامنځته کړي.

...

3 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۲:۱۹
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د یو ۵۸۰ موټر د چپه کیدو له امله یوشمېر هېواد وال شهیدان او ټپیان شوي دي

تیره شپه ۲:۰۰ بجې د سالنګونو لویې لارې اړوند د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې یو ۵۸۰ ډوله موټر، چې له شمال له خوا جنوب لوري ته پر لاره وو د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له اصلي مسیر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال د کابل – جلال‌آباد دویم لاین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هېواد ختیځو ولایتونو ته د سفر پر مهال د یو تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل – جلال‌آباد دویم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال کنړ ولایت ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې مرستیال، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، ختیځو ولایتونو د سفر په لړ کې کنړ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د اسعدآباد – ناړۍ پر مسیر د غازي. . .

BACK TO NEWS