د ننګرهار ولايت د هجرت کلي سړک جوړولو چارې ۱۷ فيصده مخته تللې دي

mopw_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۱:۳۲
د ننګرهار ولايت د هجرت کلي سړک جوړولو چارې ۱۷ فيصده مخته تللې دي

د ننګرهار ولايت د هجرت کلي سړک جوړولو چارې ۱۷ فيصده مخته تللې دي

دا پروژه د ۱۸۵ ميليونه افغانۍ په ارزښت د يو خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوې چې په دوه برخو کې جوړيږي.

لومړۍ برخه يې د درونټې بازار څخه تر هجرت کلي پورې غځيدلې ده، ۴ کيلومتره اوږدوالى، ۶ متره سور، ۱۵ پايه پلچک، ۹۰ متره استنادي ديوال او ۱.۲ متره د سړک دواړه څنډې لري.

دوهمه برخه يې د سرخ آب پل څخه تر درونټې بازار پورې غځيدلې ده، ۲ کيلومتره اوږدوالى، ۹ متره سور، ۲ متره ګلدان، او ۲ متره پلي تګ لاره، ۱۵ پلچکونه او ۱۷۰ متره استنادي ديوال لري.

د دغه سړک جوړول کاري فرصتونه، په زراعت، سوداګرۍ کې او په مصٶنه توګه د اجناسو انتقال، ټولنيزو خدماتو ته لاسرسى او اقتصادي وده رامنځته کوي او ترافيکي ازدحام را کمه وي.

نوموړې پروژه د افغانستان حکومت لخوا تمويل کيږي چې تر اوسه يي ۱۷ فيصده چارې مخته تللې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS