د نيلي ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۳ سلنه بشپړي شوي دي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۳۷
د نيلي ښار دننه سړکونو د جوړولو چارې ۷۳ سلنه بشپړي شوي دي

د دايکندي ولایت مرکز نیلي ښار دننه سړکونه چې ۸.۸ کیلومټره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالي لري اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۷۳ سلنه کاري پرمختګ سره دوام لري.

د سړک دا پروژه د څه باندې ۶۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا له یو خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوي، چې مالي لګښت یې د افغانستان دولت له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار پرمهال د نیلي ښار اوسېدونکو ته ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي چې د چارو له بشپړېدو سره به یې د دايکندي ولايت د نیلي ښار د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شې.

همدارنګه به د ښاري پراختیا ترڅنګ ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو ته د خلکو لاس رسی د پخوا په پرتله اسانه شي، د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنیوي ترڅنګ به، د چاپېریال د ښکلا په برخه کې هم اساسي رول ولري.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS