د هرات – چشت شريف سړک د قير اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵
د هرات – چشت شريف سړک د قير اچونې چارې په چټکۍ سره روانې دي

د هرات – چشت شریف لومړی لاټ سړک چې ۳۵ کیلومتره اوږدوالی او د سړک د یو یو متر غاړو په درلودلو سره ۱۲.۳۰ متره پلنوالی لري، په اوږدو کې یې ۲۹۴۰ متره لښتي او ۶۰۰ متره مکعب استنادي دیوالونه هم په اساسي ډول سره جوړيږي. چې په ورځني ډول له ۵۰۰ نه تر ۸۰۰ متره پوري د قير اچونې چارې تر سره کيږي.

د سړک دا پروژه ، د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره تړون شوي، چې ټول مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د هرات – چشت شریف سړک د ختیځ - لویدیځ ترانسپورتي دهلېز یوه مهمه برخه ده، چې هرات ولایت د کرخ، گذره، پشتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې له غور ولایت سره نښلوي او د چارو له بشپړېدو سره به یې د دې حیاتي دهلیز یوه مهمه برخه بشپړه شي.

د هرات – چشت شریف سړک، د دې برخې له جوړیدو سره به د هرات ولایت د چشت شریف ولسوالۍ د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي، د هرات د ختیځو ولسوالیو د هر اړخیز پرمختګ سبب به وګرځې او همدارنګه به د چشت شریف ولسوالۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې اغېزمن تمام شي.

د یادوني وړ ده، چې د هرات - چشت شریف سړک ټولټال ۱۵۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په پنځو برخو ویشل شوی چې لومړی لاټ یې ۳۵ کیلومتره او پاته څلور لاټونه یې هر یو ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS