د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۱۳:۲۷
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

بدخشان: په دې ولایت کې هوا وریېځ ده، د یاوان او راغستان ولسوالیو غځېدلي لارې چې د ترافیکو پرمخ بندې وې اوس مهال یې د پرانیستلو کار دوام لري.

سرپل: هوا لمر ده، د بلخاب ولسوالۍ له غځېدلي لارې پرته د دې ولایت نورې ټولې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستې دي.

دایکنډي: هوا لمر ده، له اشترلي څخه تر ګرګي پورې غځېدلې لار د واورې د ډیر اورښت له کبله بنده شوې ده.

د سالنګ لویه لار: په سالنګ کې هوا لمر او نرم باد چلیږي، چې ټيلري یا باروړنکي موټر له یوه لوري او واړه موټر د ځنځیر (چاین) په تړلو سره له دواړو لورو تګ راتګ کولی شي.

همدارنګه د هیواد په ځینو نورو ولایتونو کې هوا وریېځ ده، خو ټولي غځېدلي لارې یې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS