د ټولګټو وزارت لخوا د هلمند ولایت په ناد علی ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۴۶
د ټولګټو وزارت لخوا د هلمند ولایت په ناد علی ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د څه باندې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ټولګټو وزارت لخوا د هلمند ولایت په ناد علی ولسوالۍ کې د یو محراب مسجد رغنیزې چارې د ۳۳۹۶۲۸۹۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې کار ۲۰ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري.

د یاد مسجد په جوړیدو سره به د کابل – هرات لویې لارې د مسافرینو ستونزې  هوارې شي، درنو هېواد والو ته به د اوداسه، لمونځ او د وسایطو لپاره د تمځای په برخه کې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د عالیقدر امیر المؤمنین شيخ القران والحدیث مولوي هبة الله آخوندزاده حفظه الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتره په واټن سره یو محراب مسجد (په ټول هېواد کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي).

 د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو او په جلا توګه د ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.

په يادو مسجدونو کې د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه په نظر کې نيول شوي دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS