د کابل- غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جريان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۲۲
د کابل- غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جريان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل -  کندهار لویې لارې اقتصادي او ټرانزيټي اهمیت ته په کتو او د پخواني لین سړک څخه د ګڼې ګوڼې د راکمېدو او ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې کار په بېلابېلو برخو کې پیل کړی دی، چې دغه دویم لین سړک به په راتلونکي کې تر کندهار ښار پورې وغځول شي.

کابل کندهار سړک

د کابل – غزني دویم لین سړک، چې ټولټال ١١١ کیلو متره اوږدوالی لري، او رغنیزې چارې یې په بېلابېلو برخو ویشل شوې دي، چې دا مهال یې د اساسي رغونې کار په لومړۍ، درېیمه او پنځمه  برخه کې جریان لري، په یادو درېیو برخو کې ۷۲۳ تنه تخنیکي، فني او غیر فني کارکوونکي او ۳۷۸ عرادې مختلف النوع ماشینري په کار بوخت دي.

کابل کندهار سړک

د کابل – غزني دویم لین سړک په اوږدو کې د ۴ پایو لویو پلونو، ۳۱۷ پایو پلګوټو او د یو شمېر استنادي دېوالونو د اساسي رغووني کار هم شامل دی، چې چارې یې د معیاري او انجنیري اصولو مطابق ترسره کیږي.

کابل کندهار سړک

د دې پروژې د مالي لګښتونو د برابرولو لپاره، ټولګټو وزارت د کابل – کندهار پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې ټول عواید یې په یو مشخص بانکي حساب کې جمع کېږي. ټولګټو وزارت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د دوی یوه افغانۍ هم بې ځایه نه لګول کیږي او دا پیسې یوازې د همدغه سړک د رغونې لپاره مصرف کېږي.

...

5 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۹
Background image

د خاص ارزګان – ترینکوټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په ارزګان ولایت کې د خاص ارزګان – ترینکوټ سړک لومړي لاټ د اساسي رغونې  چارې د څه باندې ۶۰۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ارزګان ولایت د والي مرستیال محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۱۵
Background image

په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د څه باندې ۳۸۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د دهنه‌غوري ولسوالۍ د ۱۷.۶ کیلومتره سړک د اساسي رغونې ( آسفالت) چارې د څه باندې ۳۸۹.۴  میلیونه افغانیو په ارزښت د بغلان ولایت د والي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۲
Background image

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې قرارداد شوې

د قیصار – لامان سړک د ۵۰ کیلومتره برخې د رغونې چارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت د کاري پلان له مخې له یو خصوصي ساختماني او سړک جوړوونکي شرکت سره. . .

BACK TO NEWS