د کابل – جلال آباد لویه لار د ترافیکو پرمخ بنده ده
د غره ښویېدنې له کبله د کابل – جلال آباد لویه لار، د ترافیکو د تگ راتگ پرمخ بنده شوې ده،د ټولگټو وزارت د بیړني حالاتو او اضطراري نقاطو ټیم په سیمه کې شتون لري او د یادې لویې لارې د پاکولو کار په چټکۍ سره دوام لري.
دا وزارت، له درنو هیوادوالو څخه هیله کو، چې د یادې لویې لارې تر پرانیستلو او بلي خبرتیا پورې په دې لار له تگ راتگ څخه ډډه وکړي.