د کابل – کندهار لويې لارې د ۴ برخو د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کابل – کندهار لويې لارې د ۴ برخو د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت تېرکال د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پيل کړي وې، چې دا مهال په ۴ برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو کار په چټکۍ سره جریان لري.

د یادې لویې لارې اړوند د ارغندۍ – دراني بازار د ۲۷ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې کار چې د ټولګټو وزارت او انس یاسر او عصمتي زاده خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دامهال یې د دریو طبقو د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی.

له دراني بازار څخه تر زرني سیمې پورې د  ۱۷.۹۶۱ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د بلد تیک سړک جوړونې او ودانیز شرکت سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د دوو طبقو د اسفالټ چارې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له زرني سیمې څخه تر سیدآباد ولسوالۍ پورې د ۱۷.۶۴۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مایار زماني او محمدولي انصاري خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پیل شوی و، چې دا مهال یې د اسفالټ چارې په دوو طبقو کې بشپړې شوي دي او وروستۍ طبقه به یې په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

له سیدآباد ولسوالۍ څخه ترعزیز کلا سیمې پورې د ۳۷.۶۷۰ کیلومتره سړک د بیارغونې کار د مهاجر آشنا، باختر پروان او صراط بصیرت خصوصي شرکتونو سره د قرارداد له مخې پيل شوی و، چې دا مهال یې د لومړۍ طبقې اسفالټ چارې بشپړې شوي دي؛ د دوهمې طبقې د اسفالت چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې او وروستۍ طبقه به یې هم په راتلونکي کال کې بشپړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د یادې لویې لارې د یوشمېر نورو برخو کار هم په چټکۍ سره جریان لري، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لويې لارې د اساسي بيارغونې چارې د خلکو او موټر چلوونکو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه راپيل کړې وې، چې له نیکه مرغه دامهال د دې مهمې لويې لارې د يوې برخې د بيارغونې کار بشپړ شوی دی.

د ربیع الثاني ۲۷مه، ۱۴۴۶ د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال 5 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۰:۱۶
Background image

د کابل – کندهار لويې لارې د ۴ برخو د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت تېرکال د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې پيل کړي وې، چې دا مهال په ۴ برخو کې د څه باندې ۱۰۲ کیلومتره سړک د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او د پاتې برخو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۵:۳۵
Background image

په میزان مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د میزان مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۴۷۵۶۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۴۵۴۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۹۱۲۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۱:۱۷
Background image

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د رغونې کار د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت لخوا پیل شو

د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د اساسی رغونې کار د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبد الغني برادر آخوند، د ټولګټو وزارت د سرپرست. . .

BACK TO NEWS