د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د کار بیا پیلېدل او د یادې لویې لارې څخه د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر ليدنه

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۳:۴۹
د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د کار بیا پیلېدل او د یادې لویې لارې څخه د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر ليدنه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کابل – کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهير څخه ليدنه وکړه.

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې چارې بیا پیل کړې دي او په بېلا بېلو برخو کې یې عملاً کار جریان لري.

د ټولګټو وزارت محترم سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د سفر پرمهال د کابل – کندهار لویې لارې څخه پر لیدنې بسربېره، د یادې لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسوولینو، مؤظفو تخنيکي ټيمونو او انجنیرانو سره هم وکتل او د ټولو برخو شرکتونو او مسؤلینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د چارو د بشپړولو په تړاو لارښوونه وکړه او زیاته یې کړه چې د سړک د بشپړو شويو برخو شولډرونه دې په اساسي ډول ورغول شي.

 همدا رنګه د قراردادي شرکتونو مسؤلینو او تخنیکي ټیمونو د تولګټو وزارت سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ، چې په ټول توان سره هڅه کوي، چې د یادې لویې لارې د اساسي بیارغونې کار د تخنیکي مشخصاتو سره سم پر وخت بشپړ کړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د ټولګټو وزارت د کابل – کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې پيل کړې وې، چې په اوږدو کې یې د زیات شمېر  پُلګوټو او لویو پلونو د ترمیم او بیارغونې کار هم شامل و، دا مهال ديادې لویې لارې د څه باندې ۴۳۰ کیلومتره سړک د لومړۍ او دویمې طبقې د آسفالت اچونې کار بشپړ شوی دی او  همدا رنګه د ځینو برخو د دریمې طبقې اسفالټ هم بشپړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت  تېرکال د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین سړک د رغولو کار په دوو برخو کې د کابل له لوري پیل کړی و او سږکال یې د رغونې کار د غزني ولایت له لوري هم پیل شوی دی.

...

3 ورځې 7 ساعتونه ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۲:۱۷
Background image

د قیصار – لامان سړک د پنځم لاټ رغنیزې چارې جریان لري

د قیصار – لامان سړک د افغانستان د حلقوی سړک یوه برخه ده، چې د ا.ا.ا ټولګټو وزارت یې د ۲۵ کیلومترو په اوږد والي سره د پنځم سکشن رغنیزې چارې پیل کړې دي او دامهال جریان لري.

یاد  سړک ۱۲ م. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د اسد مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۱۳۲۵۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۲۵۹۶۹۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۴۷۷۰). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱
Background image

د هرات – چشت شریف ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د هرات – چشت شریف سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲.۵ متره پلنوالۍ لري، چې ۷.۳۰ متره یې اسفالټ اود سړک دواړو خواوو ته دوه نیم دوه نیم متره شولډرونه لري، چې یو یو متر شولډر یې په آسفالټ بڼه. . .

BACK TO NEWS