د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
د کندهار – سپین بولدک دویم لین سړک دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي

د کندهار – سپین بولدک سړک د هېواد له مهمو او ترانزیټي مسیرونو څخه دی، چې د کندهار له مرکز څخه پیل د وېش بازار ترحدودو پورې رسیږي، د دغه سړک د دویم لین رغنیزې چارې له وړاندې پيل شوې وې، چې د ځینو ستونزو له امله دریدلې وې، خو د ا.ا.ا له لورې یې کار بیا پل شو، چې دا مهال یې د دویم لین د دویم لاټ رغنیزې چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي.

یاد سړک ۳۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او په ټولیزه توګه ۱۲.۲۰ متره پلنوالی لري. د اسفالټي برخې پلنوالی یې ۱۱.۲۰ متره دی او نیم متر د سړک څنډې (شولډرونه) لري. همدارنګه، د دې پروژې په اوږدو کې د ۲پایو پلونو او ۱۴۱ پایو پلګوټو د رغونې چارې هم شاملې دي.

د دغه سړک رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې او په نږدې راتلونکې کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده او په بشپړېدو سره به یې د کندهار – سپین بولدک پرمسیر د تلونکو مسافرو ترڅنګ د تخته پل، ارغستان، معروف او شورابک ولسوالویو د اوسیدونکو د تګ راتګ ستونزې تر ډېره حل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ګڼ شمېر لویو او کوچنیو پروژو چارې پیل کړې دي او دامهال عملاً جریان لري، چې د یادو پروژو په ترڅ کې ګڼ شمېر هېواد والو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS