د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې
د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣ کیلومترۍ پورې بشپړې شوې دي او دا مهال یې د اسفالټ د دویمې طبقې (بنډر) چارې هم پیل او په چټکۍ سره جریان لري. دا په داسې حال کې ده، چې د دغه سړک د رېیم لاټ د اسفالټ د دویمې طبقې( بنډر) چارې هم څه موده وړاندې پیل شوې وې او د پاتې نورو برخو چارې په بېلابيلو پرمختګونو سره جریان لري.
