پنجشیر: په دره ولسوالۍ کې د یوه ۲۰ متره کانکریټي پُل رغنیزې چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۲۷
پنجشیر: په دره ولسوالۍ کې د یوه ۲۰ متره کانکریټي پُل رغنیزې چارې دوام لري

دا کانکریټي پُل چې ۲۰ متره اوږدوالی لري، د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ په خواجه خیل عبدالله خیل کلي کې جوړیږي چې دا مهال یې د رغونې کار له ۱۵ سلنه کاري پرمختګ سره روان دی.

د دې پروژې د جوړلو تړون د ټولګټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره لاس لیک شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پله د جوړلو پرمهال د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې کاري ورځې رامنځته شوي چې د کار له بشپړېدو ورسته به یې د دره ولسوالۍ د خواجه خیل عبدالله خیل کلي په ګډون د ګڼو نورو کلیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS