په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې سړک د لومړي لاټ د رغونې چارې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۲۰
په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې سړک د لومړي لاټ د رغونې چارې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د نهرین - جلګې عمومي سړک د لومړي لاټ د اساسي رغونې چارې د یاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د یاد سړک لومړی لاټ چې ۱۲ کیلومتره اوږد والی لري د اساسي رغونې چارې یې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې د ۱۸ میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې شي.

د دغې پروژې په تطبیق د سیمې خلک خوښي څرګندوي او وایې، چې د دا ډول پروژو پلې کیدل د هېواد د پرمختګ لپاره اړین دي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به یو شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د درنو هېواد والو په ځانګړي ډول د یاد مسیر څخه د تلوونکو مسافرو د تګ راتګ، د کرنیزو او سوداګریزوتوکو د انتقال ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د لویو لارو، سړکونو، پلونو، پلګوټو او اوسپنیزې کرښې په ترمیم، رغونې او بیا رغونې سره درنو هېوادوالو، موټر چلوونکو او سوداګروته بشپړې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

...

2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې د دوو ترمیماتي پروژو چارې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په کندز ولایت کې د ترانسپورتي وضعیت د ښه ‌والي او  درنو هېواد والو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د دوو ترمیماتي پروژو عملي چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  یوه میاشت کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د میزان میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ٣٠مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په بغلان ولایت کې د نهرین – جلګې سړک د لومړي لاټ د رغونې چارې د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت کې د نهرین - جلګې عمومي سړک د لومړي لاټ د اساسي رغونې چارې د یاد ولایت د ټولګتو رئیس مولوي عبدالنصیر شیخ زاده او یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS