په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو نصبول

ashraf_admin
په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د  ۳ موجودو تلو نصبول

Publish Date

Closing Date

د ټولگټو وزارت پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو د پېرلو، برابرولو او نصبولو او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو د نصبولو د داوطلبۍ په پروسه کې دې له (MOPW/1401/G-01/NCB) تشخیصیه لمبر سره گډون وکړي او خپل آفرونه دې د شرطنامې د مندرجو شرایطو مطابق، د اعلان له خپرېدو وروسته تر (۱۴۰۱/۰۴/۱۴) نېټې پورې وړاندې کړي.

 د شرطنامې ترلاسه کول له ادرس څخه:

د ټولگټو وزارت د تدارکاتو ریاست، پښتونستان څلورلارې، کابل-افغانستان (رسمي وختونه)

د فلش، میموري او یا د ټولگټو وزارت له وېب پاڼې څخه ترلاسه او د آفرونو تسلیمۍ د (۱۴۰۱/۰۴/۱۴) نیټې له غرمې مخکې تر 10:00 بجو پورې چې د آفرونو د تسلیمۍ وروستی وخت دی، ترسره کېږي.

 ناوخته او آنلاین وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین ټوله پیسې یو میلیون ۵۰۰ زره (۱۵۰۰۰۰۰) افغانۍ دي، چې د بانکي تضمین په توگه گرنټي/ نغدي دي.

د آفرونو د پرانیستلو وخت: د ۱۴۰۱ کال د چنگاښ ۱۴مه، د سه شنبې ورځ، له غرمې مخکې ۱۰ بجې

پته: پښتونستان واټ - د ټولگټو وزارت، د وزارت مقام د کنفرانسونو تالار

یادونه: که د آفرکشایۍ ورځ د رخصتۍ سره سمون وخوري، د یادې پروژې پرانیسته به په هماغه رسمي ورځ ترسره شي.

Documents

په ۱۵ ولایتونو کې د ۱۷ نویو تلو پېرل، برابرول او نصبول او په ۳ ولایتونو کې د ۳ موجودو تلو نصبول

...

10 میاشتې ago

...

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۳۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د بدخشان – تخار پر عمومي لویه لاره د ګارډرېل او پاراپېټ دېوال د نصبولو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې (د بدخشان – تخار پر عمومي لویه لاره د ګارډرېل او پاراپېټ دېوال د نصبولو پروژې) د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۳۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د ارزګان ولایت د سراب پُل د جوړولو پروژه چې ۴۰ متره اوږدوالی لري

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ارزګان ولایت د سراب پُل د جوړولو پروژې چې ۴۰ متره اوږدوالی لري د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مندان کولای شي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د (۳۴.۵۰۶) کیلومتره سړک د جوړولو او جغل اچونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ د (۳۴.۵۰۶) کیلومتره سړک د جوړولو او جغل اچونې پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، . . .

Back to tenders