کندهار: د میوند ولسوالۍ ویجاړ شوي پُلګوټي بیارغول کیږي
د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د تېرو کلونو د ویجاړو شویو پُلګوټو د بیارغونې کار دوام لري.
دا پُلګوټي د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د شته ماشینرۍ پر مټ ترمیمږي چې اوس مهال یې چارې دوام لري.
د ټولګټو وزارت رهبري ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې چې د لنډ مهال لپاره په ولایتونو کې له شته ماشینرۍ او امکاناتو څخه په کار اخیستنې سره دې پر سړکونو سربېره ویجاړ شوې پلونه او پلګوټي د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د هوارولو په موخه ترمیم او بیاورغوې.