په کونړ کې د ۵۰۰ متره استنادي دیوال کار پیل شو

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۱۴:۵۴
په کونړ کې د ۵۰۰ متره استنادي دیوال کار پیل شو

د ټولګټو وزارت له لوري په کونړ ولایت کې د ۵۰۰ متره استنادي دیوال کار پیل شو. 
د استنادي دیوال دا پروژه د کونړ – ننګرهار مسیر په بېلابیلو برخو کې د یاد سړک د ساتنې په موخه تطبیقیږي. 

د استنادي دیوال په دغه پروژه ټولټال دوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ا.ا.ا، له بودیجې څخه ورکول کیږي. 

د یادې پروژې د کار پرمهال د سیمې یو شمیر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کونړ – ننګرهار سړک د بېلابیلو برخو له تخریب څخه به مخنیوی وشي. 

ټولګټو وزارت پلان لري، چې په راتلونکي کې د کونړ – ننګرهار سړک د ویجاړو او ټپي برخو د ترمیم او بیارغونې کار هم پیل کړي. 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS