د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د یو استنادي دېوال کار بشپړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۱:۵۸
د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د یو استنادي دېوال کار بشپړ شو

د ټولګتو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګړۍ په سیمه کې د حلقوي سړک د لا تخریب د مخنیوي په موخه د ۵۸ متره په اوږدوالي او ۵ متره په لوړ والي سره د یو استنادي دېوال د رغونې کار بشپړ او په همدې مسیر د تور راغه په سیمه کې د ۲۵متره په اوږدوالي او ۶ متره په لوړوالي د یو بل استنادي دېوال د رغونې کار د ننګرهار ولایت د ټولګټو د رئیس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤولینو په شتون پیل شو.
د غه سړک چې د نهو ولسوالیو خلک د تگ راتگ پرمهال ترې ګټه پورته کوي د سړک د لا تخریب د مخنوي په موخه یادې پروژې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا رغول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په تطبیق سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې کمې شي او د سړک له لا تخریب څخه به مخنیوی وشي.
 

...

۱ کال 3 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۴۴
Background image

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د صفرالمظفر۲۴مه ۱۴۴۶
د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د اسد/زمري مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

په ټولګټو وزارت کې ۴۷ مسلکي کارکونکي په قراردادي بستونو کې نوي ګمارل کیږي

ټولګټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د تګلارې له مخې کار اهل کار ته د سپارلو، د یوې سالمې او مسلکي اداري د جوړولو او د مسلکي، متخصص او وړ کسانو د جذب په موخه، ۴۷ قراردادي بستونه د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۲۵
Background image

ټولګټو وزارت د تخنيکي او مسلکي کسانو د جذب په موخه د شاو خوا ۴۰۰ تنو کډون کونکو څخه ازموینه واخیستله

 ټولګټو وزارت وړ او مسلکی کسانو ته د کار سپارلو او د تخنيکي او مسلکي کدرونو د جذب په موخه ۲۲ مسلکي بستونه د آزادې سيالۍ له لارې اعلان ته ورکړي وو، چې  شاوخوا د ۴۰۰ تنو کډون کوونکو څخه د. . .

BACK TO NEWS