د سالنګونو پر لویه لار د کوچنيو مسافر وړونکو وسايطو تګ راتګ له دواړو خواوو جریان لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۰:۴۹
د سالنګونو پر لویه لار د کوچنيو مسافر وړونکو وسايطو تګ راتګ له دواړو خواوو جریان لري

نن ورځ په سالنګونو کې هوا لمر ده، دامهال مسافر وړونکي وسایط له دواړو لورو تګ راتګ کوي او د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست کارکوونکي د واورې په پاکولو بوخت دي او په واورينو او کنګل شویو سیمو کې د خاورې او مالګې شیندل جریان لري، تر څو بار وړونکو وسایطو ته د ورځې په جریان کې له یو طرف څخه په نوبت وار ډول د تګ اجازه ورکړل شي.
د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې د واورې او بارانو له امله د هېواد بندې لارې او سړکونه د مسافرو د هوسا تګ راتګ لپاره د ترافیکو پرمخ پرانیستي و ساتي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د ټولګټو محترم وزیر جنوب لوېدیځ زون ته د سفر په ترڅ کې د یو شمېر پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، جنوب لوېدیځ زون ته د خپل کاري سفر پر مهال، چې یو شمېر رئیسانو او تخنیکي انجینیرانو یې ملتیا کوله، د یو شمېر رغنیزو پروژو له کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۳:۵۱
Background image

په ثور میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸۴۷۴ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۹۵۱۲۱ټنه، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۳
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو له چارو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د کابل ـ کندهار لویې لارې پر مسیر د جوماتونو د جوړولو د پروژو د تطبیق او پرمختګ له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS