د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړ

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۸
د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي پرون سه شنبه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين هيواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې ده، ياده لويه غونډه سږکال د چين په کوربتوب په دريو برخو کې ترسره شي، چې عمومي جلسات، ګردی مېز او کاري جلسات پکې تنظيم شوي دي.

په ياده لويه ناسته کې به د ګڼ شمېر هيوادونو په استازيتوب شاوخوا ۳۰۰۰ لوړپوړي دولتي مقامات، د اوسپنې پټلۍ ماهرين، کارپوهان، څېړونکي، د اوسپنې پټلۍ د مخکښو شرکتونو مشران او استازي ګډون او بحثونه وکړي.

د غونډې ګډونوال به په نړیواله کچه د اوسپنې پټلۍ د صنعت پر ودې، د ريل پټلۍ له لارې د انتقالاتو د پراختيا، تخنيکي نوښتونو، ظرفيت لوړونې، د نويو پانګوالو د جذبولو او د لوړ سرعت لرونکو رېل پټلیو د اوسنيو پرمختګونو ارزونه وکړي، د رېل پټلۍ په برخه کې به وروستۍ پرمختللې ټکنالوژي نندارې ته وړاندې کړي او د راتلونکي لپاره به يو روښانه انځور چمتو کړي.

د يادونې وړ ده، چې دا لويه غونډه به د سيمې او نړۍ د رېل پټلۍ د لوړپوړو مسئولينو ترمنځ د خبرو او نظرونو د تبادلې يو مؤثر پلټفورم وي، چې د رېل پټلۍ په پرمختګ به ژور اغېز ولري.

افغانستان د ۲۰۱۳م کال د ډسمبر په ۱۲مه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) غړيتوب ترلاسه کړی دی.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۵:۲۷
Background image

د کندهار – هلمند لویې لارې د دویم لین سړک د آسفالټ چارې پیل شوې

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک اړوند، د کندهار ولایت له باغ پل څخه د هلمند ولایت تر ګرشک دوراهي سیمې پورې د دویم او درېیم لاټ ۵۲ کیلومتره سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۵۴
Background image

په تله میاشت کې د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د تلې/ میزان مياشتې له پيله تر پايه د افغانستان د اوسپنیزې لارې څخه ۸۲۸۹۶۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۳۶۴۳۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۱۹۵۱ ټنه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۵۱
Background image

د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د بلخ ولایت د چهار بولک ولسوالۍ ۶ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوي دي چې دامهال د بلخ. . .

BACK TO NEWS