په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۷
په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د رئیس محترم مولوي عبد القدیر بلال، یوشمېر سیمه ییزو مسئولینو او قومي مخورو په شتون کې پيل شوې.

دغه سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اجرستان او مالستان ولسوالۍ د خون کوتل له لارې یو له بل سره نښلوي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلونو، پلګوټو، واشونو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی چې د یو کال په موده کې به یې رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یاد سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د کار په بشپړېدو سره به یې د اجرستان او مالستان ولسوالیو د تلونکو خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د انتقالاتو په برخه کې بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

2 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

د دوشي – بامیان ۱۷۰ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو کار جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د دوشي – بامیان ۱۷۰ کیلومتره سړک د ترمیم او پراخولو کار په بېلابېلو برخو کې له مختلفو پرمختګونو سره جریان لري.

د یادې پروژې له پیل نقطې څخه تر ۲۲ کیلومتر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۱۷
Background image

په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په غزني ولایت کې د اجرستان ولسوالۍ د خون کوتل ۳۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۳۴۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ولایت د رئیس محترم مولوي عبد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۱۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د عقرب له ۱۶مې څخه د عقرب تر ۲۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۳۵۴۹۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۹۸۵۲۵). . .

BACK TO NEWS