داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خوست ولایت کوټي شمل، باري خیلو، میداني، ډاډوال، ذکو خیلو ، بدي خیل، سیګي، تڼیو کوچیانو، باک ولسوالی پلونو ترمیم او تحکیم کاري پروژه

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- پروژه ترمیم و تحکیم پل‌ها در مناطق کوتی ‌شمل، باری‌ خیل، میدانی، دادوال، ذکوخیل، بدی‌خیل، سیگی، کوچی‌های تنی و ولسوالی باک ولایت خوست

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خوست ولایت کوټي شمل، باري خیلو، میداني ډاډوال، ذکو خیلو ، بدی خیل، سیګی، تڼیو کوچیانو، باک ولسوالی پلونو ترمیم او تحکیم کاري پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۱ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۵/۲۱  هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې د ورکړې خبرتیا - د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د بیا ځلې اجارې ورکولو خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو ریاست د پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۶
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د کابل – لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه

په همدې توګه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې په نظر کې لري؛ ترڅو د کابل لغمان پر لویه لار د ګارډرېلونو د نصبولو پروژه، د۵۴۰ +۶۷  کیلومتره په اوږدوالي سره د پلچرخي له دروازې څخه . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې د ټولګتو وزارت د (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکې د اجارې خبرتیا

ټولو محترمو داوطلبانوته خبر ور کول کیږي، چې د ټولګتو وزارت غواړي د هرات ولایت د روزنک د اوسپنې پټلۍ په تمځای کې (۲.۰۵) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه . . .

Back to tenders