د ټولګټو وزارت محترم وزیر سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال د ایبک - روی دو آب سړک څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دغه وزارت تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام په سمنګان ولایت کې د ایبک - روی دو آب سړک او یو شمېرنورو پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او د یادو پروژو د چارو روان بهیر او پرمختګ یې و ارزوه.
نوموړي په دغه سفر کې د ایبک – روی دو آب مسیر د لومړي لاټ له ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې د قراردادي شرکت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د چارو د چټکتیا په موخه دې په ساحه کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي، ترڅو د سړک رغنیزې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او هېوادوالو ته د تګ راتګ لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د ایبک – روی دو آب مسیر د ۲۰ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو له بشپړېدو او د پاتې برخو د رغنیزو چارو په دوام سره به سمنګان ولایت له بامیان ولایت سره ونښلول شي.
دغه راز، محترم وزیر صاحب په یاد ولایت کې د تاشقرغان تنګۍ او صیاد تنګۍ د استنادي دېوالونو له ترمیماتي پروژو څخه هم لیدنه وکړه. نوموړي د سمنګان ولایت د ټولګټو رئیس ته لارښوونه وکړه، چې د هېوادوالو ترانسپورتي ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي، د یاد ولایت تخریب شوي مسیرونه دې ترمیم او بیا ورغوي او د روغنیاتو د نشتوالي او نورو ستونزو د رامنځته کېدو پر مهال دې موضوع د ټولګټو وزارت له مقام سره شریکه کړي.
