د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د جوزجان – بلخ د ۳۰ کیلومتره لویې لارې د ترمیم او بیارغونې د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-060/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د خیرالبشر د سړک جوړونې او ساختماني موادو د تولید شرکت ته، چې د جواز شمېرې یې (D- 29789) ده دد بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار د کارته ظهرالدین فارابي درېیمه کوڅه کې موقعیت لري د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې ( 37,527,315.20) افغاني دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
