د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر 305+000 کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د شپږم لاټ د ترمیمولو پروژه له 800+261 څخه تر000+305کیلومترۍ پورې د فراه ولایت د ټولګټو ریاست مربوط د پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-066/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې د پیمان مهر د سړک جوړونې انجینري او ساختماني موادو تولید شرکت ته، چې د جواز شمېرې یې (109074) ده کابل مرکز، کوټهسنګي سیمه کې موقعیت لري د قراردادونو د قانون له مخې چې قیمت یې (51,186,400) افغاني دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
